کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اداري مرستيال: د اسلامي همکاريو سازمان دې په ګامبیا کې جوړېدونکي غونډې ته د افغانستان استازي وغواړي

د سرپرست حکومت اداري مرستيال د اسلامي همکاريو د سازمان د مشر په ليدنه کې د دغه سازمان او د سرپرست حکومت د اړيکو په پياوړتيا ټينګار کړی دی. نوموړي د‌ دغه سازمان له مرستيال او دغه راز افغانستان لپاره د ياد سازمان له ځانکړي استازي طارق علي بخيت سره ليدلي او د حکومت د لاسته راوړنو په اړه يې ورسره معلومات شريک کړي دي.…

2024-04-20 19:38 117۱ دقیقې لوستل
اداري مرستيال: د اسلامي همکاريو سازمان دې په ګامبیا کې جوړېدونکي غونډې ته د افغانستان استازي وغواړي

د سرپرست حکومت اداري مرستيال د اسلامي همکاريو د سازمان د مشر په ليدنه کې د دغه سازمان او د سرپرست حکومت د اړيکو په پياوړتيا ټينګار کړی دی.

نوموړي د‌ دغه سازمان له مرستيال او دغه راز افغانستان لپاره د ياد سازمان له ځانکړي استازي طارق علي بخيت سره ليدلي او د حکومت د لاسته راوړنو په اړه يې ورسره معلومات شريک کړي دي.

اداري مرستيال له دوی غوښتي چې د افغانستان واقعيتونه نړۍ ته منعکس کړي.

هغه دغه راز ويلي، د اسلامي همکاريو سازمان دې په ګامبیا کې جوړېدونکې غونډې ته د سرپرست حکومت استازي وغواړي چې د ياد‌ سازمان له مشورو برخمن او همداراز په افغانستان کې شته واقعتونه تر دغه سازمان ورسوي

ورته مهال بيا په دغه ليدنه کې ياد سازمان له افغانستان سره د هر اړخيزې همکاري ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو سره د مرستې لپاره يې له دوو نړيوالو موسسو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب