کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپايي ټولنې افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سره د هوايي خدمتونو لپاره څلور ميليونه يورو مرسته اعلان کړې

کابل (کوه نور، ۳ مېزان ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې د افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د هوايي خدمتونو لپاره څلور ميليونه يورو مرسته ځانګړې کړې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام د دې مرستې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې دا بوديجه به ډاډ ورکړي، چې د هوايي خدمتونو پروګرام به لا هم فعال پاتې شي او د مرستندویانو د خوندي تګ-راتګ او د اړينو…

2025-09-24 02:24 261۲ دقیقې لوستل
اروپايي ټولنې افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سره د هوايي خدمتونو لپاره څلور ميليونه يورو مرسته اعلان کړې

کابل (کوه نور، ۳ مېزان ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې د افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د هوايي خدمتونو لپاره څلور ميليونه يورو مرسته ځانګړې کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دې مرستې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې دا بوديجه به ډاډ ورکړي، چې د هوايي خدمتونو پروګرام به لا هم فعال پاتې شي او د مرستندویانو د خوندي تګ-راتګ او د اړينو مرستو د لېږد لپاره به حياتي اړیکه وساتي؛ په ځانګړي ډول هغو لرې پرتو سيمو ته، چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.

د دې پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستندویو بنسټونو د کارکوونکو خوندي لېږد او همدارنګه لرې پرتو سيمو ته د ژغورونکيو محمولو رسول اړين دي.

فرانسوا ګويمنز، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو د دفتر مشر دی، ويلي، چې د ملګرو ملتونو بشردوستانه هوايي خدمتونه د يو حياتي بشردوستانه شريان په توګه کار کوي.

په همدې حال کې جان آيلیف، چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر دی، ويلي، د اروپايي ټولنې په څېر د وتلو شريکانو په مرسته، بشردوستانه هوايي خدمتونه مرسته کوونکي له خلکو سره، چې د ټول هېواد په کچه ورته خدمتونه وړاندې کوي، نښلوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام  ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د بشردوستانه هوايي خدمتونو له لوري تر ۱۶۰۰ ډېر پروازونه ترسره شوي دي.

سرچینې وړاندې لیکلي، اوس وخت کې له ۱۰۰ ډېر بشردوستانه بنسټونه، د ملګرو ملتونو ادارې او ډيپلوماتيک هيئتونه د خوړو نړۍوال پروګرام د هوايي خدمتونو کاروونکي دي.

باید وویل شي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د روان کال په لومړيو کې ويلي وو، چې کېدای شي د بوديجې د سخت کموالي له امله د دغه پروګرام هوايي خدمتونه په افغانستان کې ودرول شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب