کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپايي ټولنې له پاکستانه راستانه شويو کډوالو سره ۶۱ ميليونه يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانو زيانمن شويو او له پاکستانه راستانه شويو کډوالو سره د مرستې په پار د ۶۱ ميليونه يورو مرستې خبر ورکړی دی. اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د مرستو له نويو کڅوړو به ۶۰ ميليونه يورو په افغانستان کې شته فعالو  بشري سازمانونو او ۱ ميليون هغه به یې پاکستاني موسسو ته وسپاري. يادې…

2023-11-08 06:07 88۱ دقیقې لوستل
اروپايي ټولنې له پاکستانه راستانه شويو کډوالو سره ۶۱ ميليونه يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانو زيانمن شويو او له پاکستانه راستانه شويو کډوالو سره د مرستې په پار د ۶۱ ميليونه يورو مرستې خبر ورکړی دی.

اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د مرستو له نويو کڅوړو به ۶۰ ميليونه يورو په افغانستان کې شته فعالو  بشري سازمانونو او ۱ ميليون هغه به یې پاکستاني موسسو ته وسپاري.

يادې ټولنې دا هم ويلي چې دا مرستې به افغانستان کې د خوارکي توکو د ناورين د هواري لپاره ولګول شي.

له دې بودجې سره به د هېواد په لوېدیځ کې د زلزلې ځپلو خلکو ته سرپناه، روغتیایی خدمتونه، اوبه او خواړه برابر شي او همدارنګه د دې بودجې یوه برخه به له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو پر ملاتړ ولګول شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب