کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپا ته پر لار د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه او نادرکه شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ اسد ۱۴۰۴): د ایټالیا د ساحلي ځواکونو افسرانو ویلي، پرون "چهار شنبه، د اسد ۲۲مه" د دې هېواد د "لامپدوسا" ټاپو کې یوه کښتۍ چې ۱۰۰ تنه کډوال یې لېږدول ډوبه شوې ده. د دې هېواد د ساحلي ساتونکو او د ملګرو ملتونو د ادارو پر وینا، د دې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۶ تنه کډوال وژل شوي او ۱۲ لا هم نادرکه دي. د ملګرو…

2025-08-14 01:13 283۲ دقیقې لوستل
اروپا ته پر لار د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه او نادرکه شوي

کابل (کوه نور، ۲۳ اسد ۱۴۰۴): د ایټالیا د ساحلي ځواکونو افسرانو ویلي، پرون "چهار شنبه، د اسد ۲۲مه" د دې هېواد د "لامپدوسا" ټاپو کې یوه کښتۍ چې ۱۰۰ تنه کډوال یې لېږدول ډوبه شوې ده.

د دې هېواد د ساحلي ساتونکو او د ملګرو ملتونو د ادارو پر وینا، د دې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۶ تنه کډوال وژل شوي او ۱۲ لا هم نادرکه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ "UNHCR" ویاند فیلیپو انګارو ویلي، کښتۍ کې د ۱۰۰ تنو سپرو کډوالو له ډلې ۶۰ تنه ژغورل شوي او د لامپدوسا یوه مرکز ته رسول شوي دي.

د الجزیرې د راپور په اساس، په کښتۍ کې د ژغورل شویو کډوالو له ډلې ۵۶ نارینه او څلور ښځې شاملې دي.

راپورونو کې د کښتۍ د ژغورل شویو وګړو له قوله راغلي، هغه مهال چې کښتۍ له لېبیا حرکت کړی و پکې له ۹۲-۹۷ تنه کډوال سپاره وو.

د ایټالیا د ساحلي ځواکونو پر وینا، د پاتې نادرکه شویو وګړو د پیدا کولو لپاره دا مهال پنځه کښتۍ، دوه الوتکې او یوه چورلکه په عملیاتو بوختې دي.

د یادونې وړ ده چې روان کال تر دې دمه د منځنۍ بحیرې په مرکزیزه لار کې د دا ډول پېښو له امله ۶۷۵ کډوال وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب