کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي کمېسیون د حق العبور په بدل کې د کابل جلال اباد دويم لين د سرک جوړولو پروژه تاييد کړه

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په خپله اکس پاڼه ليکلي، د دغه کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې پرون سه شنبه جوړه شوې وه د حق العبور په بدل کې د کابل _ جلال اباد د دويم سرک جوړولو او د ګنو نورو پروژو پر تاييد بحث شوی. په دغه غونډه کې ياد سرک له اقتصادي معاونيت د حق العبور په بدل کې منظور او د ټولګټو چارو وزارت ته وسپارل شو&z…

2024-01-23 19:54 76۱ دقیقې لوستل
اقتصادي کمېسیون د حق العبور په بدل کې د کابل جلال اباد دويم لين د سرک جوړولو پروژه تاييد کړه

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په خپله اکس پاڼه ليکلي، د دغه کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې پرون سه شنبه جوړه شوې وه د حق العبور په بدل کې د کابل _ جلال اباد د دويم سرک جوړولو او د ګنو نورو پروژو پر تاييد بحث شوی.

په دغه غونډه کې ياد سرک له اقتصادي معاونيت د حق العبور په بدل کې منظور او د ټولګټو چارو وزارت ته وسپارل شو‌ ترڅو د داوطلبۍ له لارې وو شرکت ته وسپارل شي.

د دغه سرک پروژه داسې مهال منظوريږي چې کابو يوه اوونۍ وړاندې د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ننګرهار ته تللی او هلته يې له ولايتي مسوولينو سره ليدلي وو.

نوموړي همداراز د ننګرهار له زر بستريز روغتون ليدنه کړ وه او د پاتې چارو د بیا پيلېدو ژمنه يې کړې وه.

د کابل _ جلال اباد لاره د هېواد يو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده، چې د دويم سرک په جوړېدو سره به يې ارزښت نور هم لوړ شي او هم به په دغه لاره ترافیکو پېښو کې د پام وړ کموالي راشي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب