د تهران پوليس وايي، یو اتلس کلن افغان، په پټه يوه کور ته ننوتی او په خوب ويده نهه کسانو ته یې اور اچولی دی.
دوی زياتوي، د قوام الدلح بازارچې سیمې اوسېدونکو له خبر ورکولو وروسته، پولیس د پېښې ځای ته ورغلل او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول.
تورن کس هم په داسې حال کې د پوليسو له لوري نيول شوی، چې لاسونه او مخ يې سوځېدلي وو.
هغه د دې پېښې په اړه پوليسو ته ويلي: « زه له افغانستانه ایران ته راغلم، دلته مې کار پیل کړ. درې ورځې له دې خلکو سره و اوسېدلم خو د کور خاوند چې څوک وو هغه له کوره وشړلم. زما ورورو په یوه دوکان کې کار کاوه هغه هم د ځينو لانجو له امله له کاره لرې شوی وو؛ نو له همدې امله راغلم او دوی ته مې اور واچوه.»
د تهران پوليسو ويلي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې په ایران کې زيات شمېر افغان کډوالو د پولیسو له نيولو او ځورولو کړېږي.
ایراني پوليسو په ځینې ښارونو کې د افغانانو په کار کولو او اوسېدلو هم بشپړ بنديز لګولی دی.




