کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل؛ لاریونونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

ڪابل (ڪوه نور، ۱۲ جدي ۱۴۰۴): ایران کې د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو پر ضد مظاهرې نورو سیمو ته غځېدلي، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د ایران فارس نیمه‌رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، یوازې په لورستان ولایت کې د ازنا ښار په مظاهرو کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. په خوال…

2026-01-01 22:26 209۲ دقیقې لوستل
ایران کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل؛ لاریونونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

ڪابل (ڪوه نور، ۱۲ جدي ۱۴۰۴): ایران کې د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو پر ضد مظاهرې نورو سیمو ته غځېدلي، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ایران فارس نیمه‌رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، یوازې په لورستان ولایت کې د ازنا ښار په مظاهرو کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې خلک شعارونه ورکوي، اورونه بل شوي، ډزې کېږي او مظاهره‌چیان د  «بې‌غیرته! بې‌غیرته!» چیغې وهي.

همداراز فارس مخکې هم ویلي و، چې د ایران په چهارمحال او بختیاري ولایت کې د لوردګان ښار مظاهرو کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، مظاهره‌چیانو پر دولتي ودانیو، مسجد، د شهیدانو بنسټ، ښاروالۍ او بانکونو برید کړی و او پولیسو یې د مخنیوي لپاره د اوښکو ګاز کارولی دی.

د فارس خبري اژانس د راپور پر اساس، د دې لاریونونو په ترڅ کې کوهدشت ښار کې هم د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوی دی.

 د لورستان ولایت د والي مرستیال سعید پورعلي ویلي، دغه ۲۱ کلن کس د نظم د ساتنې پر مهال «د بلوه‌ګرو» له خوا وژل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب