کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴): یو شمېر برېټانوي رسنیو خبر ورکړی، چې په هغه اسنادو کې د برېتانوي جاسوسانو په ګډون د لسګونه بریټانویانو شخصي معلومات هم شامل دي، چې په غلطۍ کې نشر شوي وو.
ګارډین، بي بي سي او یو شمېر نورو برېټانوي رسنیو ویلي، د خپرو شویو اسنادو په منځ کې د استخباراتو د کار کوونکو او د ځانګړو ځواکونو د عسکرو مالومات هم شامل وو.
د برېتانیا حکومت د سېشنبې په ورځ تاید کړې وه، چې د دې هېواد د دفاع وزارت له یوه چارواکي په تېروتنه کې د نږدې ۱۹ زرو هغو افغانانو اسناد خپاره شوي، چې غوښتل یې برېتانیا ته لاړ شي.
راپورونو کې راغلي، یاد شمېر کسان هغه ځوانان وو، چې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې یې له برېټانوي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.
په همدې حال کې د برېټانیا ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا اسناد د سرپرست حکومت لاسته ورغلي او له دې امله د دغه کسانو ژوند له خطر سره مخ دی.
بل پلو د سرپرست حکومت مسوولینو ویلي، له یادو کسانو څخه هیڅ یو افغان نه نیول شوی او نه هم تر څار لاندې دی.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی ټولو ته عفوه کړې او لاهم هغه فرمان پر خپل ځای دی.




