بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست کابل کې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال نورتليف سره ليدلي دي.
خبر پاڼه زياتوي، دواړو لوريو پر اقتصادي همکاريو، دوه اړخيزه اړيکو، ترانزیټ او د رامنځته شویو فرصتونو په اړه خبرې کړي دي.
وړانډې ليکل شوي، قزاقستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته له افغانستان سره مثبتې اړيکې لري او اوس د دې وخت راغلی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور لا ډېر شي.
ورته مهال بیا نورتليف ويلي، هېواد به یې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او علمي همکاريو ته پراختيا ورکړي.




