کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير: له ګاونډيو هیوادونو راتلونکو کډوالو ته چمتوالی لرو، خو د مرستندويه بنسټونو مرسته ګټوره ده

بهرنيو چارو وزير: له ګاونډيو هیوادونو راتلونکو کډوالو ته چمتوالی لرو، خو د مرستندويه بنسټونو مرسته ګټوره ده   د بهرنيو چارو وزارت سرپرست نن کابل کې د قطر سرې مياشتې اړوند د خيريه او نړيوالې پراختيايي څانګې له مشر محمد ابراهيم صلاح سره ليدلي دي   د دغه وزارت مرستيال وياند حافظ ضیا احمد ويلي، په دغه ليدنه کې د…

2024-05-23 03:53 105۲ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير: له ګاونډيو هیوادونو راتلونکو کډوالو ته چمتوالی لرو، خو د مرستندويه بنسټونو مرسته ګټوره ده

بهرنيو چارو وزير: له ګاونډيو هیوادونو راتلونکو کډوالو ته چمتوالی لرو، خو د مرستندويه بنسټونو مرسته ګټوره ده

 

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست نن کابل کې د قطر سرې مياشتې اړوند د خيريه او نړيوالې پراختيايي څانګې له مشر محمد ابراهيم صلاح سره ليدلي دي

 

د دغه وزارت مرستيال وياند حافظ ضیا احمد ويلي، په دغه ليدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په دوه اړخيزه اړيکو او او مرستو خبرې شوې دي.

 

سرپرست وزير له افغانستان سره د قطر له همکاري مننه کړې او د دواړو هېوادونو اړيکې یې د اوږدې مخينې لرونکې بللي دي.

 

ورته مهال د محمد صلاح په دغه ليدنه کې ويلي، قطري سرې مياشتې له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او بشري مرستو په برخه کې همکاري کړې ده.

 

نوموړي دغه راز ويلي، زرګونه تنو افغانانو ته يې روغتيايي خدمات، بې سرپناه ښوونځيو سره د ښوونيزو توکو مرسته او دغه راز اړمنو افغانانو ته خوراکي توکي رسولي دي.

 

ده همداراز ويلي، بغلان ولايت ته يې په خپل سفر کې په سیلاب ځپلو مرستې هم وېشلې دي.

 

په همدې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير له افغانستان سره د قطر له همکاري مننه کړې او ټينګار یې کړی چې افغانستان ته د راتلونکو کډوالو ته د دوی د چمتوالي سره سره د مرستندويه بنسټونو مرسته ګټوره ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب