کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر کې د سون لرګيو بار ولاړو موټرو ته د انتقال اجازه ورکول کېږي

اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې چې خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر کې د سون لرګيو بار موټرو ته دې د انتقال اجازه ورکړل شي. د رياست الوزاراء اقتصادي معاونيت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د دې کمېسيون د پرېکړه له مخې به د يوې مياشتې جريان کې دې لرګيو ته د انتقال لپاره په ضمانتي ډول اجازه ورکړل شي. اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې، چې را…

2023-09-21 01:59 136۱ دقیقې لوستل
خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر کې د سون لرګيو بار ولاړو موټرو ته د انتقال اجازه ورکول کېږي

اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې چې خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر کې د سون لرګيو بار موټرو ته دې د انتقال اجازه ورکړل شي.

د رياست الوزاراء اقتصادي معاونيت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د دې کمېسيون د پرېکړه له مخې به د يوې مياشتې جريان کې دې لرګيو ته د انتقال لپاره په ضمانتي ډول اجازه ورکړل شي.

اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې، چې راتلونکي کې به دیو جامع طرزالعمل له مخې دځنګلو دوهل مخنیوی کیږي.

د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر اوسېدونکي وايي، تېرو څو مياشتو کې، سلګونه پر لرګيو بار موټر یې د ځايي مسوولینو له لوري درول شوي دي.

د دوی په وینا، حکومت اجازه نه ورکوي؛ څو دغه لرګي د پلور لپاره کابل او ځينو نورو سیمو ته انتقال کړي.

د پکتيا ولایت د موټر چلوونکو د معلوماتو له مخې، د دې ولایت مسوولینو تېرو ۵ مياشتو کې د سوخت لرګيو بار ۲۵۰ موټر درولي او د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

دوی وايي، دې موده کې یې ډېر اقتصادي زيان لیدلی دی.

ځايي خلک له حکومت غواړي، چې د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې دې په راتلونکي کې هم د لرګيو د انتقال اجازه ورکړل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب