د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت، د لندن او ویانا سفارتونو کې کونسلي خدمتونه لغوه اعلان کړل
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په لندن او ویانا سفارتونو کې د نه شفافیت او بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله کونسلي خدمات ( د پاسپورټ تمدید/ صدور، د ویزو صدور، د وثایقو او اسنادو تصدیق او صدور) سر له نن یکشنبې د میزان له ۱۶مې تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه ګڼل کیږي.»
روانه اونۍ دوه نورو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو له اوسني حکومت سره د تعامل او د کونسلي چارو د دوام خبر ورکړی وو.
هسپانيا او هالنډ کې افغان سفارتونو ويلی وو، تردې وروسته به ټولو قونسلي چارو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې وي.
د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د لندن او ويانا سفارتونو د کونسلي خدمتونو د ځنډولو علت ښايي له سرپرست حکومت سره د پخوانيو ډيپلوماتانو نه تعامل وي.
د دوی په وينا، اوسنی حکومت غواړي، چې بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست څه موده وړاندې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې اوسمهال ۱۶ هېوادونو کې د اوسني حکومت سفارتونه پرانيستي او په ډېر شمېر نورو هېوادونو کې پخواني سفارتونه له اوسني حکومت سره په تعامل کې دي.




