د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په درشل کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنابيوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره کتلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت یا یوناما تېره ورځ ناوخته (دوشنبه، د سپتمبر ۱۸مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې دا کتنه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکي غونډې لپاره د سترو مشورو یوه برخه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت ليکلي: «یوناما له افغانستان سره رغنده تعامل او د افغانانو غږ اورېدلو ته ژمن دی.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې کتنې جزيات نه دي خپاره کړي.
د چارو د کارپوهانو په نظر، افغانستان له دې ناستې طمع لري، چې په نړۍواله کچه ورسره تعامل مثبت، کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې او پرې لګول شوي بندېزونه لري شي.
دوی همدا راز وايي، د نړۍ هېوادونه به په دې ناسته کې افغانستان د ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو او د بشري حقونو د نقض د مخنيوي غوښتنې ولري.
ټاکل شوې، چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنابيوا راتلونکې اونۍ دملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې د افغانستان په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کړې.




