دوی په دغه ليدنه کې د هرات تورغنډۍ بندر د انتقالاتو او بارګيرۍ په پار د نويو خطونو جوړولو په موخه دواړو لوريو د ټاکل شويو ساحو غوښتنه کړې.
د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس ويلي، هرات ته يې يوه کمیټه لېږلې ترڅو ځمکه تشخيص او د ترکمنستان رېل پټلۍ په واک کې ورکړي.
دغه ليدنه داسې مهال کيږي چې تر دې وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس ترکمنستان ته د ريلي همکاريو د ډېروالي په موخه سفر کړی وو.
نوموړي په دغه سفر کې له ترکمنستاني چارواکو غوښتي وو ترڅو خپلې ريلي همکارۍ د تورغنډۍ تر بندر محدودې نکړي.
ترکمنستاني لوري د لا ښه ريلي همکاريو او په دغه برخه کې د افغان محصلينو د روزنې ډاډ هم ورکړی وو.
ترکمنستان يو له هغو هېوادونو دی، چې پکې ګڼ شمېر افغان محصلينو د رېل پټلۍ برخه کې زدکړې کړي او په هېواد دننه يې د رېل پټلۍ په جوړونه کې د پام وړ کار کړی دی.




