کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د بشر حقونو د څار سازمان: پاکستان له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته دوام ورکوي

  د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره زور زیاتي ته دوام ورکړی دی.یادې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد د ټولو قوانینو خلاف، افغان کډول په زور باسي، چې د دوی او یو شمېر نورو بنسټونو له ټینګار سره سره یې بیا هم دا…

2023-10-31 20:54 103۲ دقیقې لوستل
د بشر حقونو د څار سازمان: پاکستان له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته دوام ورکوي

 

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره زور زیاتي ته دوام ورکړی دی.
یادې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد د ټولو قوانینو خلاف، افغان کډول په زور باسي، چې د دوی او یو شمېر نورو بنسټونو له ټینګار سره سره یې بیا هم دا لړۍ جارې ساتلې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره، په افغان کډوالو کې ډېری داسې کسان هم شته چې د نړیوالې پناه غوښتنې په لټه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت یو وار بیا له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال په زور اېستلو ته مجبور نه کړي.
د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې د کوم هېواد له نوم اخېستو پرته له ټولو هغو هېوادونو ، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې افغان کډوالو ته پناه ورکړې وه غوښتل شوي؛ ترڅو له دې وروسته هم افغان کډوال په زور او له چمتووالي پرته را ونه باسي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پاکستان حکومت له لوري هره ورځ شاوخوا دوه زره کورنۍ په زوره افغانستان ته راشړل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب