د بهرنيو چارو وزارت وياند نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، د دغه وزارت سرپرست له خپل ايراني سيال علي باقری سره ټيليفوني خبرې کړي دي.
باقري د ايران د ولسمشر او بهرنيو چارو د وزیر د جنازې په مراسمو کې د سرپرست حکومت د پلاوي له ګډون مننه کړې او دغه سفر يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او رغنده اړيکو ښکارندوی بللی دی.
د سرچينې په خبره، باقري دغه راز د غزې په اړه د دواړو هېوادونو موقف ستايلی او په نورو اسلامي هېوادونو يې هم غږ کړی چې په دغه برخه کې دې خپل غږ پورته کړي.
په دغه ټيليفوني اړيکه کې د بهرنيو چارو وزير ويلي، په تیرو درېو کلونو کې يې له ايران سره ښې اقتصادي او سیاسي اړيکې درلودې او طمعه ده چې دغه اړيکې لا هم پياوړې شي.
سرپرست وزير دغه راز ويلي، افغانستان په خپلواک هېواد دی او په چارو کې يې لاسوهنه د هيچا په ګټه نده او يوازې له يو بل سره همکاري او تفاهم کولای شي چې اغېزناک پرمختګ رامنځته کړي.




