د کابل ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بګراميو ولسوالي او لتهبند عمومي سړک د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې چې ۳۴۰ ميليونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
دغه سرک ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې چارې به يې تر راتلونکو اتلس مياشتو پورې بشپړې شي.
دخبرپاڼه کې د ښاروالي د تنظیم رييس ميرالرحمن ناصري له قوله ويل شوي، دغه سرک ختيځ زون لپاره مهم او اقتصادي ارزښت لري.
د سرچینې په خبره، اوسمهال د دغه سړک د کيندلو، خاورې لېږدولو، لښتيو جوړولو او د استملاکي ملکيتونو د پاکولو چارې جريان لري.
د دغه سړک په اوږدو کې به د پلچکونو، استنادي ديوالونو، څراغونو نصبولو او نورې چارې هم ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ـ جلال اباد دويم لين سرک په جوړېدو هم عملاً کار پیل شوی دی.




