کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د داعش پر ضد د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو عملیات؛ ۳۵۷ مشکوک کسان نیول شوي

خبریاله: نازو عمري د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د داعش پر ضد د پولیسو عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې  ۳۵۷ مشکوک کسان نیول شوي دي. دا عملیات له هغې یوه ورځ وروسته شوي، چې د ترکیې په شمال‌لوېدیځ کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې درې پولیس او شپږ وسله&zwn…

2025-12-30 07:27 122۱ دقیقې لوستل
د داعش پر ضد د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو عملیات؛ ۳۵۷ مشکوک کسان نیول شوي

خبریاله: نازو عمري

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د داعش پر ضد د پولیسو عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې  ۳۵۷ مشکوک کسان نیول شوي دي.

دا عملیات له هغې یوه ورځ وروسته شوي، چې د ترکیې په شمال‌لوېدیځ کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې درې پولیس او شپږ وسله‌وال ووژل شول.

 تر دې وړاندې د  استانبول دڅارنوالۍ دفتر ویلي وو ، چې په استانبول او دوو نورو ولایتونو کې پولیسو ۱۱۴ ځایونه تالاشي کړي وو چې له مشکوکو کسانو سره برېښنایي وسایل او اسناد هم پیدا شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب