د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر اېکسپاڼه د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا خپره کړې او ویلي چې د لومړۍ ورځې ناسته نن ماښام د دوه ساعتونو لپاره او د دویمې ورځې ناسته سبا د پنځو ساعتونو لپاره ترسره کېږي.
نوموړي لیکلي چې د دوحې د درېیمې ناستې رسمي پرانیستنه د اجنډا له مخې نن ماښام ۶:۴۵ پیلیږي او په ۸:۴۵ پای ته رسېږي.
جلالي د دوحې د درېیمې غونډې د لومړۍ ورځې اجنډا په اړه څه نه دي ویلي، خو په وینا یې، د دې غونډې پر دویمه ورځ دوه ناستې ترسره کیږي.
د ذاکر جلالي په خبره، د دویمې ورځې په لومړۍ ناسته کې به د مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور او دویمه ناسته کې هم د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې وشي.




