کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سرپرست حکومت وياند: د افغانستان امنیتي وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه دی

د سرپرست حکومت وياند پر خپله اېکس‌‌‌پاڼه په يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې ويلي يې وو، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله امنيتی پېښې ۳۷ سلنه ډېرې شوي دي. اعلامیه کې ویل شوي، ملګرو ملتونو هغه پېښې هم ناسم امنيتي وضعيت بللی چې د امنيتي ځواکونو او د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو…

2024-03-07 02:08 86۱ دقیقې لوستل
د سرپرست حکومت وياند: د افغانستان امنیتي وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه دی

د سرپرست حکومت وياند پر خپله اېکس‌‌‌پاڼه په يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې ويلي يې وو، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله امنيتی پېښې ۳۷ سلنه ډېرې شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي، ملګرو ملتونو هغه پېښې هم ناسم امنيتي وضعيت بللی چې د امنيتي ځواکونو او د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو ترمنځ رامنځته شوې وې.

هغه ملګري ملتونه ننګولي او ويلي يي دي، چې «د‌ دې‌ پر ځای چې د نشه يي توکو پر وړاندې د دوی هڅې وستايل شي؛ برعکس يادې پېښې په نا امنۍ سره تعبير کيږي».

نوموړي لیکلي، د تېر په پرتله اوسمهال امنیت په بشپړه توګه ښه شوی دی.

اعلاميه زياتوي، تېر کال له ۱۴ زرو ډېر قاچاقبران نيول شوي، پنځه نيم زره ټنه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي، له دولس سوه ډېرې د نشه‌يي توکو کارخونې ویجاړې شوې او ۱۵ زره ۳۰۰ هکټاره ځمکه هم د نشه‌يي توکو له کښت پاکه شوې ده.

د حکومت وياند د ملګرو ملتونو دغه راپور په سرپرست حکومت د فشار واردولو ناکامه هڅه بللې او په خبره يې چې دغه راپور ته د شک په سترګه ګوري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب