کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سوداګرۍ وزارت سرپرست: غواړو افغانستان په رسمي ډول د چين یو کمربند او يوې لارې پروژه کې شامل شي

د افغانستان د سوداګري او صنايعو وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وايي، چې غواړي افغانستان په رسمي توګه د چین له «یو کمربند او یوې لارې» پروژې سره يو ځای شي. عزيزي پرون «پنجشنبه د اکتوبر ۱۹مه» له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې دوی په رسمي توګه له چین څخه د افغانستان د "یو کمربند او یوې لارې…

2023-10-19 13:43 125۲ دقیقې لوستل
د سوداګرۍ وزارت سرپرست: غواړو افغانستان په رسمي ډول د چين یو کمربند او يوې لارې پروژه کې شامل شي

د افغانستان د سوداګري او صنايعو وزارت سرپرست نورالدين عزيزي وايي، چې غواړي افغانستان په رسمي توګه د چین له «یو کمربند او یوې لارې» پروژې سره يو ځای شي.

عزيزي پرون «پنجشنبه د اکتوبر ۱۹مه» له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې دوی په رسمي توګه له چین څخه د افغانستان د "یو کمربند او یوې لارې" په پروژه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې: "موږ له چین څخه غوښتنه وکړه چې موږ ته اجازه راکړي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز او د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې برخه واخلو، او نن موږ په تخنیکي مسلو خبرې کوو."

نوموړي ويلي، که بیجینګ موافقه وکړي، افغانستان به د لا زیاتو څېړنو لپاره چین ته یو تخنیکي ټیم واستوي.

نوموړي ویلي چې چین په ټوله نړۍ کې پانګونه کوي او باید په افغانستان کې هم پانګونه وکړي.

عزیزي زیاته کړې: «موږ هر هغه څه لرو چې دوی ورته اړتیا لري، لکه لیتیم، مس او اوسپنه. "افغانستان اوس تر بل هر وخت پانګونې ته چمتو دی."

د يو کمربند او يوې لارې نوښت د ورېښمو د دوو سوداګريزو لارو د څه دپاسه ۷۰ هېوادونو او نړيوالو او پرمختيايي سازمانونو په اقتصادي بنسټونو کې د پانګونې پلان دی چې د چين د ولسمشر شي جين پينګ د بهرنۍ تګلارې مرکز دی.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست، په دې وروستیو کې د یو کمربند او یوې لارې په فورم کې د ګډون لپاره چین ته تللی و.

دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدله.

لیکوال/اېډېټر: Imran Danish
Imran Danish
Imran Danish

افغان خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب