فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې د المان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې له اوسني واکمن احمد الشرع سره د خبرو کولو له پاره د یاد هېواد پلازمېني دمشق ته رسېدلي دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغي سفر موخه له سوریې سره مرسته کول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جرمني غواړي سوریه یو ځل بیا د یوه ازاد هېواد په توګه په خپل قلمرو بشپړ کنټرول ولري.
د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک د دمشق د سفر او د سوریې د مؤقت حکومت له چارواکو سره د لیدو په اړه ویلي چې د تحریرالشام ځواکونو په اړه د بدبینۍ سربېره دوی باید د سوریې خلکو د ملاتړ دا مهم فرصت له لاسه ورنه کړي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت په خبره، د انالینا باربوک او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو به د اروپایې ټولنې په استازولۍ د سوریې د مؤقت حکومت له مشر احمدالشرع سره وویني.




