د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام ته لار پيدا کړه چې دغه بریا په کور دننه او بهر د ګڼ شمېر سیاسیونو او ملي لوبغاړو لخوا د خوښیو او مبارکیو د پیغامونو په خپرولو سره بدرګه شوه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن قرغیزستان ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول په لومړي ځل د فوټسال نړيوال جام ته لار ومومي.
دغه لوبه نن تايلنډ کې ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې پنځه پر درې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغې بريا په مناسبت پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله فیسبوک پاڼه ليکلي: «دا بری د يو لرغوني ولس په توګه زمونږ د ټينګار، دوام او ځاني ويسا تر ټولو ښکاره نښه ده چې که سل ځله پر لويږي پورته کيږي او د تيارو له منځه د رڼا څرک ته وځي.»
ورته مهال بیا مخکني حکومت کې د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله فیسبوک پاڼه دغه بریا ستايلې او يادې لوبډلې ته يې د ډېرو برياوو هیله څرګنده کړې ده.
دغه راز د سرپرست حکومت وياند هم د فوټبال فدراسیون ريیس يوسف کارګر دغه بريا ستايلې او تاريخ جوړونکي يې بللې ده.
د يادې بريا په مناسبت بیا افغان ملي لوبغاړو محمد نبي، فضل الحق فاروقي او راشد خان په لومړي ځل نړيوال جام ته د افغانستان د لوبډلې د لارموندنې له کبله مبارکي ويلې ده.
په همدې حال کې بیا په کور دننه او بهر ګڼ شمېر خبریالانو، مشهورو څېرو او نورو افغانانو هم د فوټسال ملي لوبډلې بری ستایلی او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال فوټسال نړيوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ هېوادونو تر منځ ترسره شي.




