کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نړيوال اټومي اژانس مشر: ايران هستوي تاسيساتو ته د اوښتو زيانونو معلومات نه دي راکړي

د نړيوال اټومي اژانس مشر ګروسي ويلي، ايران نه د دغه هېواد هستوي تاسيساتو ته د اوښتو زيانونو او نه هم د غني شويو يورانيمو په تړاو معلومات ورکړي دي. هغه په يوه کنفرانس کې ويلي، ايران په دغه برخه کې هیڅ ډول زمينه نه‌ده برابره کړې. نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې امريکا د ايران او اسرايلو د دولس ورځنۍ جګړې پر مه…

2025-12-20 23:49 143۱ دقیقې لوستل
د نړيوال اټومي اژانس مشر: ايران هستوي تاسيساتو ته د اوښتو زيانونو معلومات نه دي راکړي

د نړيوال اټومي اژانس مشر ګروسي ويلي، ايران نه د دغه هېواد هستوي تاسيساتو ته د اوښتو زيانونو او نه هم د غني شويو يورانيمو په تړاو معلومات ورکړي دي.

هغه په يوه کنفرانس کې ويلي، ايران په دغه برخه کې هیڅ ډول زمينه نه‌ده برابره کړې.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې امريکا د ايران او اسرايلو د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د ايران هستوي تاسيسات په نښه کړل، خو ايران وويل چې کوم زيان ورته نه دی رسېدلی.

همدې حال کې بيا د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي، هېواد يې د اټومي بم د جوړولو نيت نلري.

که څه هم ايران او امريکا د اټومي موضوع په تړاو پنځه پړاوه مذاکرات وکړل، خو وړاندې له دې چې يوې پايلې ته ورسېږي، د دولس ورځنۍ جګړې له کبله بند شول.

هاخوا بیا ايران وايي، که واشنګټن له خپلو بې ځايه غوښتنو تېر شي، چمتو دي چې ورسره مذاکرات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد مذهبي رهبر څه موده وړاندې ويلي وو، که په هره بيه وي، ايران بايد اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب