کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په اوو ولایتونو کې له شپږ موسسو سره د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د اوبو رسولو شبکو، د بریښنا شبکې د پراختیا، نغدي مرستو او د هېواد په اوو ولایتونو کې د ښوونځیو د جوړولو په برخو کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.   یاد وزارت نن(چهارشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیکونه یې له شپږو…

2025-01-15 00:52 448۲ دقیقې لوستل
د هېواد په اوو ولایتونو کې له شپږ موسسو سره د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د اوبو رسولو شبکو، د بریښنا شبکې د پراختیا، نغدي مرستو او د هېواد په اوو ولایتونو کې د ښوونځیو د جوړولو په برخو کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

 

یاد وزارت نن(چهارشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیکونه یې له شپږو کورنیو او بهرنیو ادارو سره لاسلیک کړي دي.

 

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژې به په کابل، ننګرهار، هرات، کندز، میدان وردګ، کندهار او بلخ ولایتونو کې پیل شي.

 

د سرچينې په حواله دا لاسلیکونه د اکتید ادارو، د بشري سولې چمتو کوونکو، د رحم قول اردو، د بشري مرستو همغږي کوونکو، د ښځو ټولنیزو خدماتو او د ځواکمنتیا او وکالت له ادارو سره لاسلیک شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د هغه نوي فرمان په اړه اندېښنه ښودلې چې پکې ویل شوي و د بهرنیو او کورنیو غیر دولتي موسسو جوازونو لغوه کول به هغه وخت ستونزمن وي کله چې دوی ښځینه کارکونکې په دندو ګماري.

 

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کډوالو او بیرته راستېدونکو چارو وزارت له درې نړۍوالو سازمانونو سره د نږدې دوه میلیونه، ۴۹ لکه او اته زره ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب