د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزير، انورالحق کاکړ وايي، د قانوني اسنادو لرونکي او راجسټر افغان کډوال له دې هېواده نه وباسو.
هغه یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، هغه ۱.۸ ميلونه کډوالو چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یونسیار ادارې راجسټر کړي او هغه افغانان چې د قانوني اسنادو «ويزې او پاسپورټ» په لرلو سره پاکستان ته راغلې، هېڅ کار نه لرو او څوک ورته څه نه شي ويلی.
کاکړ زياته کړې، چې د دوی موخه یواځې د غیر قانوني کډوالو ویستل دي، چې د پاکستان سربېره د نورو هېوادونو کسان هم پکې شتون لري.
هغه يو ځل بيا تاکید کړی، چې څوک نه راجسټر وي، نه پاسپورټ او ویزه ولري او نه په دې هېواد کې د اوسېدلو نور کوم اسناد؛ نو دوی مجبور دي، چې له پاکستانه یې وباسي.
انورالحق کاکړ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، د یو شمېر قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ. دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې یواځې اسلام کې شاوخوا زر افغان کډوال نیول شوي، چې نږدې نيمايي یې د قانوني اسنادو لرونکي دي.
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د روانې ميلادي میاشتې له ختمېدو وروسته به د کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړي.
د پاکستان د حکومت دغه تصميم د افغان چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوی دی. افغان چارواکو له پاکستاني لوري غوښتي، چې د کډوالو د وېستلو لپاره دې یوه مناسبه لاره برابره کړي او په اوسنيو شرایطو کې په جبري توګه د دومره لوړ تعداد کډوالو وېستل غیر مناسب کار دی.
افغان چارواکو دغه اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو علت ګڼلی وو.




