کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کورنيو چارو سرپرست وزير: د مسايلو د حل په موخه دې سرپرست حکومت ته په نړيوالو بنسټونو کې غړيتوب ورکړل شي

د کورنيو چارو سرپرست وزير په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفيرې رافيلا يوديچه سره ليدلي. نوموړي ويلي، د مسايلو د ښه حل په موخه دې د افغانستان سرپرست حکومت ته په نړيوالو بنسټونو کې غړيتوب ورکړل شي، ترڅو افغانان وکولای شي خپله ريښتينې استازولي وکړي. نوموړي همداراز ويلي، هېواد يې له اوږدې جګړې وروسته د ځان…

2024-01-16 22:11 96۱ دقیقې لوستل
د کورنيو چارو سرپرست وزير: د مسايلو د حل په موخه دې سرپرست حکومت ته په نړيوالو بنسټونو کې غړيتوب ورکړل شي

د کورنيو چارو سرپرست وزير په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفيرې رافيلا يوديچه سره ليدلي.

نوموړي ويلي، د مسايلو د ښه حل په موخه دې د افغانستان سرپرست حکومت ته په نړيوالو بنسټونو کې غړيتوب ورکړل شي، ترڅو افغانان وکولای شي خپله ريښتينې استازولي وکړي.

نوموړي همداراز ويلي، هېواد يې له اوږدې جګړې وروسته د ځان بسیاينې په لور روان دي او خلک هم د فزيکي او رواني امنيت احساس کوي.

رافيلا يوديچه په دغه ليدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو ډاډ ورکړی او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې د سرپرست حکومت هڅې ستايلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب