کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ډېر اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي

د کډوالو نړیوال سازمان «IOM»وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له منځه تللی دی. د دې سازمان په وینا، په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی. د کډوالو نړیوال س…

2024-03-29 01:54 51۱ دقیقې لوستل
د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ډېر اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي

د کډوالو نړیوال سازمان «IOM»وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له منځه تللی دی.

د دې سازمان په وینا، په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان د اټکل له مخې، افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اتیا سلنه اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې ویلی، په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه اوه میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

حبیبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب