د روسيې د بهرينو چارو وزارت ويانده ماريا زاخاروا وايي، د امريکا مالي او نظامي مرستې چې له اوکراين سره کوي، له هغو مرستو سره هېڅ توپير نه لري چې له افغانستان سره به يې کولې.
هغې له اوکراين سره د امريکا وروستيو مرستو ته په اشاره ويلي: « خو له دې هر څه سره سره، ټول په دې پوهېږي چې په افغانستان کې د امريکا حضور څنګه پای ته ورسېده.»
په بريتانيا کې د روسیې سفارت د براون پوهنتون د معلوماتو له مخې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، امريکا د خپل نظامي شتون په موده ۲.۳ تریلیونه ډالر چې ۳۰۰ ميليونه ډالر کېږي له افغانستان سره مرسته وکړه.
له دې مخکې هم د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ورته څرګندونې کړې وې او ويلي يې وه چې امريکا به اوکراين کې هم لکه د افغانستان ناوړه ماتې وخوري.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلينسکي CNN سره په مرکه کې له امریکا غوښتي چې د هوايي دفاعي سیستم مرسته ورسره وکړي؛ ترڅو په خپله خاوره کې د پرديو الوتکو مخه ونيسي.
امريکا دوه ورځې مخکې له اوکراين سره د ۶۱ ميليارده ډالرو تصويب شوې مرستې له جملې ۶ ميليارده ډالر او لويه امنیتي کڅوړه دغه هېواد ته واستول چې پهکې د ډرون ضد وسايل، نظامي تجهيزات او د ځمکني حريم ساتنې وسايل ځای پرځای شوي و.




