کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سمنګان، باميان او جوزجان کې د ترافيکي پېښو له امله ۸ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

د جوزجان امنيه قومانداني ويلي، د بلخ ـ جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله اته تنه وژل شوي او او څلور نور ټپيان دي. سرچينې ليکلي، پېښه تېره شپه د اقچې ولسوالي اړوند «چکش» سیمه کې رامنځته شوې ده. همدې حال کې بيا سمنګان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د امنيه قومندان…

2025-09-02 01:53 130۱ دقیقې لوستل
سمنګان، باميان او جوزجان کې د ترافيکي پېښو له امله ۸ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

د جوزجان امنيه قومانداني ويلي، د بلخ ـ جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله اته تنه وژل شوي او او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې ليکلي، پېښه تېره شپه د اقچې ولسوالي اړوند «چکش» سیمه کې رامنځته شوې ده.

همدې حال کې بيا سمنګان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قومنداني د معلوماتو له مخې، پېښه له سرک څخه د موټر اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

هاخوا بيا باميان کې هم د يو موټرسايکل د ټکر له امله يوه ماشومه ټپي شوې ده.

هېواد کې ډېری ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د نه پاملرنې او د خرابو لارو له امله رامنځته کيږي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې له هېوادوالو وغوښتل چې د ښي لاس شټرېنګ لرونکو موټرونو له اخيستو دې ډډه وکړي، او د هر ولايت پلېټ لرونکي موټر دې په هماغه ولايت کې وچلول شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب