د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي، تهران دې پایلې ته رسېدلی چې امريکا د برابرۍ او متقابل احترام پر بنسټ د ګټورو خبرو اترو لپاره چمتو نه ده.
هغه ټينګار وکړ چې "مذاکره له فشار کولو سره توپير لري، خو امريکايان غواړي پر ايران فشار وکړي، او زه د نورو د فشار منلو ته غوږ نه نيسم."
عراقچي چې له جاپاني خبري اژانس کیودو سره يې مرکه کړې، زياته کړه چې تر اوسه قانع شوي نه دي چې امريکا د جدي او واقعي خبرو لپاره اماده ده، خو که واشنګټن خپل چلند بدل کړي او عادلانه خبرو ته چمتو شي، ايران هم د خبرو اترو د بيا پيل اراده لري.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل چې هېواد يې په بشپړه توګه پرېکړه کړې چې خپل سولهييز اټومي پروګرام ته ادامه ورکړي، ځکه دا ټکنالوژي د ايران د علماؤ په هڅو ترلاسه شوې او د هغې لپاره يې درنې بیې ورکړي دي. هغه زياته کړه چې "اوس دا موضوع د ايران له عزت او ملي ویاړ سره تړلې ده او هېڅکله د پلورلو وړ نه ده."
عراقچي په خبرو کې ادعا وکړه چې د درې اروپايي هېوادونو او امريکا له خوا د «سنيپ بک» ميکانېزم فعالول غيرقانوني و، او دوی دا حق نه لري.
هغه وړاندې وويل چې د اټومي تاسيساتو د تفتیش لپاره د بيا پيلېدو څخه وړاندې، بايد موجودې امنيتي اندېښنې لرې شي، څو د اژانس تفتیشونه په خوندي ډول ترسره شي.
د ايران او امريکا ترمنځ د دغه هېواد او اسرايلو ترمنځ د جګړې پر مهال ودرېدل چې تراوسه نه دي پيل شوي.
د يادونې وړ ده چې امريکا له دغې جګړې وروسته د ايران پر درې هستوي تاسیساتو هم بريدونه وکړل.




