کابل (کوه نور، ۱۶ اسد ۱۴۰۴): د پاکستان پخواني لومړي وزیر، عمران خان، د دې هېواد د حکومت هغه پالیسي چې پر بنسټ یې افغان کډوال له هېواده ایستل کېږي، په کلکه غندلې او هغه یې "ظالمانه، د افسوس وړ او له انساني، اسلامي او ګاونډیتوب ارزښتونو سره په ټکر کې" بللې ده.
نوموړي دا څرګندونې د خپلې رسمي شبکې «ایکس» (پخوانی ټویټر) له لارې خپرې کړې دي.
هغه د اګست پر پنځمه په پاکستان کې د پراخو مظاهرو له ګډونوالو مننه کړې او ویلي یې دي چې، د افغان کډوالو ایستل د ناسمو اټکلونو پر بنسټ ترسره شوي دا چې ګواکې له افغانستان څخه د عکسالعمل احتمال شته خو دا ډول غبرګون هېڅکله نهدی پېښ شوی.
عمران خان ټینګار کړی چې دغه پالیسي نه یواځې غیرانساني ده؛ بلکې د غلطو تصوراتو پر بنسټ نیول شوې او زرګونه بېګناه کورنۍ یې له کړاو او بېکورهتوب سره مخ کړې دي.
د نوموړي تر نیوکو وړاندې ګڼو بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو هم د افغان کډوالو د جبري ایستنې د انساني ناورینونو په اړه خبرداری ورکړی و.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د "POR" کارت لرونکو افغانانو ته تر اول سپتمبر پورې وخت ورکړل شوی چې هېواد پرېږدي.
په هندې حال کې یو شمېر افغان مهاجرین هم شکایت لري چې پاکستان د دوی ویزې نه تمدیدوي.




