کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عمران خان: پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو اجازه مه ورکوئ

 د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران له له ايډياله زندان څخه پر اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا به ايالتي حکومت غوښتي دي چې پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بل ځل لپاره د پوځي عملیاتو اجازه مه ورکوئ. نوموړي زياته کړې، پوځي عمليات د ستونزو حل ندی او که پوځ له ولس سره مخ شي، نو پوځي اداره به له منځه لا…

2025-08-03 01:22 197۲ دقیقې لوستل
عمران خان: پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو اجازه مه ورکوئ

 د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران له له ايډياله زندان څخه پر اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا به ايالتي حکومت غوښتي دي چې پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بل ځل لپاره د پوځي عملیاتو اجازه مه ورکوئ.

نوموړي زياته کړې، پوځي عمليات د ستونزو حل ندی او که پوځ له ولس سره مخ شي، نو پوځي اداره به له منځه لاړه شي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور هم پر اېکس ليکلي، د عمران خان دريځ ته درناوی لري او په همدې موخه یې د قامي جرګو لړۍ پيل کړې ده.

نوموړي ليکلي، د خيبر پښتونخوا په مشري يې يوه جرګه جوړه کړې وه چې پکې د دره ادم، خېبر، اورکزو، او حسن خېل قومونو ۱۵۰ مشرانو ګډون کړی وو.

دغې جرګې پرېکړه وه چې د ترهګري پر وړاندې مبارزه کې يو موټی دي، عمليات او د خلکو بې ځايه کول نه مني، هيڅ ډول طبيعي سرچينې چاته نه سپاري، افغانستان ته دې قبايلي مشران د خبرو لپاره واستول شي، راتلونکې جرګې دې په وزيرستان، کرمه، مومندو او باجوړ کې جوړې شي او وروستۍ لويه جرګه دې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير په‌ مشري جوړه شي.

دغه جرګه داسې مهال کيږي چې د پاکستان پوځ باجوړ کې د لويو پوځي عملياتو خبر ورکړی او تېرو څو ورځو کې یې هم د باجوړ ګڼ شمېر سیمې بمبار کړي دي.

د يادونې ده چې عمران خان له افغانستان سره هم د ښو اړيکو غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب