د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ويلي، له پاکستانه را اېستل شوي ماشومان زده کړې او سرپناه ته لاسرسی نه لري
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، له پاکستانه د را اېستل شویو کورنیو ډېری ماشومان پوره خوړو، زده کړو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان د نظر پوښتنې له مخې، له هرو درېیو ماشومانو یو یې د خوړو له ناورین سره مخ دی او له هرو شپږو کورنیو بیا یوه یې تر خېمې لاندې ژوند کوي.
په ورته مهال اسلامي امارت ویلي، د افغان کډوالو ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې روانې دي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د چهارشنبې په ورځ ۵۵۵ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.




