پرون دوشنبه «د اکتوبر نهمه» له چين څخه د لومړي ځل لپاره، د حيرتانو اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته سوداګريز توکي راورسېدل.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، دغه سوداګریزه محموله ۲۲ کانتینره په توکو بار هېواد ته راوسېده چې په دغه کانتینریو کې د کالیو لوبدلو ماشینونه ، فرنیچرونه، البسه توکي ، او د یوه شمېر ماشین آلاتو پرزجات شامل دي چې ټولټال وزن یې ۶۱۶ ټنه دي.
دغه سوداګريز توکي په يوولسو ورځو کې له چين څخه حيرتانو ته رسېدلي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رييس وايي، د افغانستان اقتصادي پراختيا د سيمې له هېوادونه سره تړلې ده پر څومره چې افغانستان پرمختګ ګوي، ګټه یې د سيمې هېوادونو ته رسيږي.
د لومړي اورګاډي د رارېدو په پار، جوړو شویو مراسمو کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ مرستيال حکمت الله رحمتوف ژمنه کړې، چې دوی په خپله برخه کې د سوداګريزو توکو د انتقال په پروسه کې اسانتيا راولي.




