کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نداء محمد نديم: د عصري زده کړو مخالف نه يو، د پوهنتون او مدرسې تر منځ واټن ختموو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست غور ولایت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې اوسنی حکومت د عصري علومو مخالف نه دی؛ بلکه غواړي، د پوهنتونو د ظرفيت لوړولو او د زده کړو په برخه کې رغنده ګامونه واخلي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې نديم دې غونډې کې د خبرو پر مهال زياته کړه، تیرو شلو کلونو کې د دیني مدارسو او پوهنتو…

2023-09-17 14:09 167۲ دقیقې لوستل
نداء محمد نديم: د عصري زده کړو مخالف نه يو، د پوهنتون او مدرسې تر منځ واټن ختموو

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست غور ولایت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې اوسنی حکومت د عصري علومو مخالف نه دی؛ بلکه غواړي، د پوهنتونو د ظرفيت لوړولو او د زده کړو په برخه کې رغنده ګامونه واخلي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې نديم دې غونډې کې د خبرو پر مهال زياته کړه، تیرو شلو کلونو کې د دیني مدارسو او پوهنتونونو تر منځ ډیر واټنونه رامنځته شوي او اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه فاصلې ختمې کړي.

نديم ويلي: «غواړو عالم، شیخ، د مسجد خطیب او مجاهد له پوهنتون څخه ملاتړ وکړي او ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره یو لاس شي.»

شاوخوا یو کال کېږې، چې پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدلی دی. که څه هم د اوسني حکومت چارواکي بيا بيا په خپلو څرګندونو کې وايي، چې دا بنديز موقت دی او د ځينو ستونزو تر حل وروسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؛ خو په دې موده کې يې د هېڅ عملي اقدام څرک نه ليدل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې له ملي تلوېزيون سره د مرکې پر مهال له ټولو نجونو د حوصلې غوښتنه کړې وه. ده ويلي وو، چې اوسنی حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او په مناسب وخت کې به اجازه ورکړل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب