نن او سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د باد، باران او سیلابونو راوتلو اټکل شوی
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي، نن او سبا به په بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا،خوست، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د تېز باد، باران، تالنده برېښنا او د سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی. یاده اداره وایي، په بیلابیلو سیمو کې د باران کچه له…
2024-08-17 01:22 91۱ دقیقې لوستل
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي، نن او سبا به په بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا،خوست، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د تېز باد، باران، تالنده برېښنا او د سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
یاده اداره وایي، په بیلابیلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ اټکل شوې ده.
سرچینه وایي، په شمال ختیځو، شمالي، لویدېځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون تېز باد، خاور او دوړو د پېښدو اټکل شوی چې د سرعت کچه په بیلابیلو سېمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کلیومتر په ساعت ښودل شوې ده.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.