کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې چارې پيل شوې

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې پرون سه شنبه (د سپتمبر ۲۰مه) پاکستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې په رسمي توګه پيل شوې. خبرپاڼه زياتوي، چې اسلام کې د افغان سرپرست سفیر، سرداراحمد شکیب د یادې پروسې پیل د افغان مهاجرینو لپاره ډېر با ارزښته وباله. هغه د بهرنيو چارو وزارت له ټيم څ…

2023-09-19 10:56 129۲ دقیقې لوستل
پاکستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې چارې پيل شوې

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې پرون سه شنبه (د سپتمبر ۲۰مه) پاکستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش چارې په رسمي توګه پيل شوې.

خبرپاڼه زياتوي، چې اسلام کې د افغان سرپرست سفیر، سرداراحمد شکیب د یادې پروسې پیل د افغان مهاجرینو لپاره ډېر با ارزښته وباله.

هغه د بهرنيو چارو وزارت له ټيم څخه د دې سيسټم د فعالولو لپآره مننه کړې ده.

ښاغلي شکیب زیاته کړې، چې له دې وروسته به د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورټ اخیستو ټوکن ترلاسه او په ټاکل شوي وخت سفارت ته مراجعه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د انلاین ټوکن سیسټم لنک به ډېر ژر د سفارت د ټویټر، فیسبوک او وبسایټ پاڼو له لارې له غوښتونکو سره شریک شي.

د بهرنيو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د پاکستان او ایران په ګډون به ځينو نورو هېوادونو کې هم افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شي.

تر دې وړاندې ایران کې د افغانسان سفارت هم په رسمي توګه د پاسپورتونو د وېش د پیليدو خبر ورکړی وو.

په ګاونډيو هېوادونو کې داسې مهال افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پيليږي، چې په کور دنننه لا هم زيات شمېر کسان د پاسپورت د اخيستلو له پروسې شکايت کوي.

دوی وايي، د مياشتو انتظار وروسته هم نوبت نه ورته رسېږي.

بل لوري ته د پاسپورت رياست د خلکو د تقاضا زياتوالی د دې ستونزې اصلي لامل بولي.

د پاسپورت رياست په وینا، اوس ټولې تخنيکي ستونزې پای ته رسېدلي او د کابل په ګډون ولايتونو کې هم د پاسپورتونو د ورکړې لړۍ په منظمه توګه جريان لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب