خبرياله: نازو عمري
د جرمني فدرالي محکمې اعلان کړی، چې یو افغان وګړی د یهودانو پر ضد د احتمالي بریدونو په تور نیول شوی او اوس په جرمني کې تر توقیف لاندې دی.
یاد کس د نومبر په ۵مه د جرمني د غوښتنې له مخې په ډنمارک کې ونیول شو او بیا جرمني ته وسپارل شو. چارواکي وايي، نیول شوی افغان د ایران لپاره پر جاسوسۍ تورن دی او بل افغانالاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې او ګمان کېږي چې دواړو د یو دریم شخص لپاره د وسلې برابرولو او د یهودي اهدافو پر ضد د بریدونو پلان درلود.
په ورته قضیه کې یو ۵۳ کلن افغانالاصله ډنمارکی هم د روان کال په جون میاشت کې د ډنمارک په ارهوس ښار کې نیول شوی و او دا مهال په جرمني کې د محاکمې تمه کېږي. نوموړی د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره د همکارۍ په تور تر تعقیب لاندې دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، مشکوک کس هڅه کوله چې د احتمالي
بریدونو لپاره کسان وګماري او وسله ورته برابر کړي.




