راپور: عابد خوږیاڼی
په شمالي عراق کې د جمعې په ورځ یوه تاریخي مراسم ترسره شول، چې پکې د کردستان د کارګر ګوند یو شمېر جنګیالیو خپلې وسلې کېښودې — دا یو کوچنی خو ژور سمبولیک ګام ګڼل کېږي، چې د ترکیې له دولت سره نږدې پنځوس کلنې جګړې د پای پیل ښيي، جګړه چې لسګونه زره انسانان یې وژلي دي.
سیاستوال او څارونکي د سلیمانۍ ښار ته څېرمه د کاسینه لرغوني غار ته راټول شوي وو، چیرې چې شاوخوا ۳۰ نارینه او ښځینه جنګیالیو خپلې وسلې په یوه ستر دیګ کې واچولې، چې وروسته اور ورته واچول شو.
PKK جنګیالیو په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نور به د "آزادۍ لپاره مبارزه" د دموکراتیک سیاست او قانوني لارو له لارې پرمخ وړي.
په اعلامیه کې راغلي:
"موږ، د خپلې خوښې له مخې، او ستاسو په حضور کې، خپلې وسلې له منځه وړو."
که څه هم خبریالان سیمې ته نه وو پرېښودل شوي، خو د ترکیې خبري چینلونه له جوشه ډک راپورونه ورکول. د کاسینه غار پر فضا هیلیکوپترې ګرځېدې او سپین پیکاپونه او تور موټرونه مراسمو ته رسېدل.
د ترکیې یو لوړپوړي چارواکي پر اېکس ولیکل:
"خدای دې موږ ته توفیق راکړي، چې د خپلې خاورې د امنیت، د ملت د سولې، او د سیمې د تلپاتې ثبات لپاره، خپل هدف ته ورسېږو."
د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم د PKK دا ګام وستایه او دا یې "د بېوسلې کېدو یو مهم پرمختګ او عملي پیل" وباله.
په می میاشت کې PKK اعلان کړی و، چې له خپل بندي مشر عبدالله اوجالان څخه د یوه غوښتنې په غبرګون کې، دوی به "ټول فعالیتونه" ودروي او ګوند به منحل کړي. هغوی هغه مهال ویلي و چې کردي مسئله اوس داسې پړاو ته رسېدلې، چې له دموکراتیکو سیاستونو له لارې حلېدلای شي.
کردان د ترکیې تر ټولو لوی اقلیت جوړوي، چې شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ سلنه نفوس یې لري. همداراز، کردان په شمالي سوریه، شمالي عراق او ایران کې هم د پام وړ حضور لري.




