د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان ويلي، امريکا د زور له لارې د وينزويلا د نفتو په زېرمو کې لاسوهنه کوي، چې دا له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده او هېواد يې د امريکا دغه اقدام غندي.
نوموړي پر اېکس ليکلي، د امريکا دغه چاره نه يوازې د وينزويلا قانوني حيثيت پر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د دغه هېواد د وګړو حقونه هم تر پښو لاندې کوي.
نوموړي زياته کړې، وينزويلا يو خپلواک هېواد دی او پر خپلو ټولو سرچينو بشپړ واک لري او حاکمیت لري.
هغه همداراز ليکلي، وينزويلا کې بايد د چين او نورو هېوادونو قانوني او حقوقي ګټې خوندي شي.
لين جيان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټرمپ ويلي، د وينزويلا د نفتو زیرمې کاروي او ځيني به وپلوري.




