کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د جاپان سفير تاکايوشي کورومايا کابل کې د دغه وزارت سرپرست سره ليدلي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، تاکايوشي په دغه ليدنه کې ويلي چې هېواد يې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو راهيسې یې له افغانستان سره بشري مرستې دوام لري.
نوموړي ويلي، تېره مياشت یې هم له نويو راستنو شويو کډوالو سره ۱.۵ ميليونه ډالر مرسته کړې چې د دوی لپاره به د موقتي استوګنځايونو، روغیتا او زدکړو لپاره وکارول شي.
خبر پاڼې د تاکايوشي له قوله ليکلي، جاپان له دې وړاندې هم افغانستان سره د روغتيا، نشه يي توکو د مخنیوي، بديل معيشت، د اوبو مديريت، اقليمي بدلون او نورو برخو کې مرستې کړي دي.
په همدې حال کې د کډوالو وزیر دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې مهمه بللې او د جاپان د مرستو مننه یې هم کړې ده.
ده همداراز ټينګار کړی چې ګاونډي هیوادونه دې افغانان له خپلې خاورې نه شړي او اجازه دې ورکړي چې پخپله خوښه هېواد ته راشي.
نوموړي دغه راز ويلي، نويو راستنېدونکو کډوالو ته باید مېنې او د ژوند چاپیریال هم برابر شي.
بايد ياده شي چې تاکايوشي ويلي، هېواد يې غواړي چې افغانستان ثبات ته ورسيږي، خو په دې برخه کې ورسره د سرپرست حکومت همکاري اړینه ده.




