د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، تېرو لسو ورځو کې يې د امو دريا نفتي حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه استخراج شوي نفت په ۷۱.۶ ميليونه امريکايي ډالرو پلورلي دي.
د افغان په خبره، دغه نفت يې په کورنيو پانګوالو پلورلي چې هېواد کې دننه پروسسس کيږي.
تر دې وړاندې ياد وزارت ويلي وو، د امو دریا نفتي حوزه د هېواد پنځلس سلنه د نفتو اړتیا پوره کوي چې د هرات ولايت د نفتو د استخراج له چارو وروسته به دغه فيصدي نوره هم لوړه شي.
د يادونې ده چې نن هم ياد وزارت ۲۰ زره ټنه خام نفت داوطلبي ته وړاندې کوي چې په دې سره به افغانستان په لومړي ځل په دوو اونيو کې ۱۵۰ زره ټنه خام نفت وپلوري.




