د کانونو او پټروليم وزارت وياند په يوه ليکلي بيان کې ويلي، نن د دغه وزارت له لوري شل زره ټنه خام نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د نوموړي په خبره دغه داوطلبي د ياد وزارت د سرپرست په شتون کې ترسره شوه.
ياد پلورل شوي نفت د امو دريا نفتي حوزې څخه استخراج شوي وو چې نن په کورنيو سوداګرو د لس عشاريه څلور پنځوس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د سرچينې په خبره، حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد له طبيعي زیرمو د اقتصادي پرمختګ، عوايدو ډېرېدو، هېوادوالو ته د کار زمينې برابرولو او دغه راز نورو مختلفو برخو کې ګټه واخلي.
د يادونې ده چې ياد وزارت تېرو يوولسو ورځو کې د يو اويا عشاريه شپږ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت خام نفت په کورنيو پانګوالو پلورلي چې د تصفيې چارې به يې هم په کور دننه ترسره شي.




